ایکنا - د زلمیانو او ځوانو قاریانو د ملي ټيم غړي ځوان قاری علی هاشمي؛ چې د«د غوره تلاؤت؛ په نامې سره په پلان کې ګډون کوي، د«ضحی» مبارکې سورې له ۱ تر ۵ پورې د آيتونو په زړه پورې تلاؤت کړي دي.
د خبر لمبر: 3491895 خپرونې تاریخ : 2025/10/21
په خبرګانوشورا کې د کردستان نماینده!
ایکنا - ماموستا فایق رستمي په دې په ټینګار سره چې قرآن کریم له یوه دیني کتاب څخه ډېر، د بشر ژوند اقتصادي، کلتوري او سیاسي برخو لپاره «جامع منشور» دی، وویل: دغه آسماني کتاب ته احترام د حکمت او رحمت څخه د ډکې سرچینې په وړاندې د احترام په معنا دی.
د خبر لمبر: 3491885 خپرونې تاریخ : 2025/10/19
ایکنا - د ازبکستان د قرآن کاتب، حبیب الله صالح، په ۲۰۲۵ کې د ریاض د کتاب په نړیوال نندارتون کې د یو سمینار په ترڅ کې د قرآن کریم په کتابت کې خپلې تجربې د ګډون کوونکو لپاره روښانه کړې.
د خبر لمبر: 3491854 خپرونې تاریخ : 2025/10/13
محمد بادپا وائي؛
ایکنا_ د زینالاصوات سیالیو د قضاوت کمېټې مسؤل د دغې قرآني پیښې د پراختیا لپاره د راتلونکو پلانونو خبر ورکړ او وې ویل: د قران د حفظ، قرآني مفاهیمو او نهجالبلاغې برخې به د نوو تعلیمي او څېړنیزو رودو سره سیالیو ته ور اضافه شي. د زینالاصوات ملي سیالیو د لومړي پړاؤ وروستۍ مرحله د روان کال په اوږدو کې د آلالبیت (ع) قرآني موسسې له خوا د قم په مقدس ښار کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3491844 خپرونې تاریخ : 2025/10/11
د معظم لارښود د لمانځه۳۲ ملي غونډې ته پيغام
ایکنا -د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی دسی علی خامنه اي،د لمانځه ۳۲ ملي عمومی غونډې ته په یوه پیغام کې، په دنیا او آخرت کې د انسان په برخلیک کې د لمانځه له معنا ډکې فریضې او حیات بخښونکي رول ته په اشاررې سره ټینګار وکړ، د لمانځه زده کړه او دودیدا، د لمانځه د باطني ظرافتونو او هغو ته د پابندئ بیانول ، د دیني تبليغي ادارو، د ټولو دیني متدئنو مشرانو او او شخصیتونو حتمی دنده ده چې په دې برخه کې باید له نوو او ماډرنو آوزارونو وسیلو څخه استفاده وشي.
د خبر لمبر: 3491839 خپرونې تاریخ : 2025/10/09
ایکنا - د الجزاير د قرآن کريم اوه ويشتمه ملي اونۍ د وږي یا سنبلې د میاشتې په ۲۴ ، د الجزاير په بومرداس ښار کې په «امحمد بوقره» پوهنتون کې پيل شوه.
د خبر لمبر: 3491729 خپرونې تاریخ : 2025/09/18
ایکنا- د قم المقدس د حدیثو د علومو تخصصی کتابتون دد نوو کتابونو او سرچینو په برابرولو کې د ورځې په اساس به اپډیټ شوي محتوا کې د جامعیّت ،په حدیث پيژندنې کې د خوښ راتلونکي لپاره د لوړ افق څخه برخمنیدا او له څيړاندو سره د یوه زړتوب د مدیریّت په څیر د خپلو خاصو ځانګړتیاؤ په دلیل دا ظرفیّت لري چې په علمیه حوزې کې او حتی د اسلام او تشیّع په نړئ کې په حدیثو کې په یوه معیاري او لوړ کتابتون بدل شي.
د خبر لمبر: 3491706 خپرونې تاریخ : 2025/09/14
فرزاد قائمی:
ایکنا - په اوسمهاله نړۍ کې د فردوسي د شاهنامې د رول د بیاپېژندنې د ملی سمینار علمي منشي فرزاد قائمی وویل: د فردوسي شاهنامه یوازې یوه ملي شاهنامه او پیژندپاڼه نه ده، بلکې زمونږ د هویت سند دی. دا کتاب یوه هینداره ده چې د یو شرافتمند او آزاد ملت څيره مونږ ته راښئي، داسې ملت چې هیڅکله ئې د پردیو په وړاندې سر ټيټ کړی نه دی.
د خبر لمبر: 3491117 خپرونې تاریخ : 2025/05/15
ایکنا-(تهران)د ایران د اصفهان د شفیعیّه مدرسې معماری ،د صفوي لړۍ سره اړونده او د څلورو هالونو دمعمارۍ په بڼه ده او دا اثر د ۱۳۷۶لمریزکال د زمری یا اسد د میاشتې په یولسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د یوه ملی اثر په توګه ثبت شوی دی.
د خبر لمبر: 3486409 خپرونې تاریخ : 2022/11/03